IQNA

د انډونیشیا د قرآني معلمې په روایت سره په ماشوموالي کې له قرآن سره  انس څومره اهمیّت لري

13:07 - February 21, 2024
د خبر لمبر: 3488759
 ایکنا- له هغه مهاله چې د مور ه غیږې کې ئې لالو شه لالو شه  یادوي، نو په شپې مهال  ئې د قرآن کریم  دتلاؤت له ځوږ سره  ځان عادت کړی ؤ  ،هره شپه له ویده کیدا مخکې ئې د حمد او  یوه بله سوره آوریدله  اوتکراروله ئې ، هغه او دهغه خور  اوس د انډونیشیا  د قرآن غوره او نامتو استاذان دی او د قرآڼ په زرګونو قاریان او حافظان ئې روزلي دي.

ایکنانیوز  راپور راکوي،د ایران د قرآن کریم د نړیوالو سیالیوپه څلویښتم پړاؤ کې د میرمنو د برخې د غږ په څانګې کې دانډونیشیا یوه تکړه قاضي میرمن ماریا الفة د سیالیو ددغه پړاؤ د قاضیانو په کمیټې کې خپل لومړنی شتون تجروبه کوي.

انس با قرآن باید از سنین پایین با روح و جان کودکان عجین شود

هغه د انډونیشیا  دمحصیلینو او زده کونکو په ټولنو کې  د هیواد د قرآن یوه ترټولو غوره استاذې په توګه پيژندل کیږي اود انډونیشیا ډیره قرآني زده کونکو  دهغې  د زده کړې په پړاؤنو کې قرآنی مقامات   اوتلاؤتونه زده کړي  او دهغې تر نظر لاندې ډیر قرآنی نابغه کسان روزل شو ي دي.

میرمن ماریا الفة ددغو قرآنی نړیوالو سیالیو په څنډې کې له ایکنانیوز سره په خبرو کې روښانه کړې ده، په انډونیشیا کې  مسلمان زده کونکي  د درسي کلاسونو ترڅنګ د قرآن قرائت او علوم هم زده کوي او  په ټول ترم کې  په ښونځیو او پوهنتونونو کې   له قرآن سره دانس کړئ ترسره کیږي. په دې توګه  ماشومان له هماه ماشومتوبه  له الهی کتاب سره مینه پیدا کوي آو د قرآن قرائت  د خپلې مادری ژبې ترڅنګ زده کوي.  

د قرآڼی چارو او دغږ دغې نامتو استاذې ووئیل، په انډونیشیا کې هغه زده کونکي چې ځانګړي وړتیاوې لري، په حرفه وي توګه  قرآڼ زده کوي او هرکال دمختلفو لومړنیو ، مینځنیو مرحلو له بشپړولو وروسته  د ټول قرآڼ  دحفظ په څانګې کې  غوره  زده کونکو په توګه فارغ التحصیلان کیږي چې  ځانګړی مدرک هم ترلاسه کوي او د انډونیشیا مسلمانان هم د ټولنې په سویه  ددغې ډلې ډير احترام او  ارزښت  ته قایل دي.

هغې ددې خبرې په کولو سره چې د جکارته  قرآني علومو پوهنتون ، د هغو کاندیدانو لپاره یو ترتولو مهم روزونکی مرکز دی چې نیّت لري، په تخصصي بڼه قرآن او دقراني علومو زده کولو ته دوام ورکړي، وووئيل، دمګړئ  په دغه پوهنتون کې د قرآڼی الحان او مقاماتو په زده کړې بوخته یم او د قرآن حافظو انجونو محیلینو ته  په ترټولو نوو تعلیمي رودو سره تدریس کوم.

انس با قرآن باید از سنین پایین با روح و جان کودکان عجین شود

 هغه په پاي کې یادونه وکړه ، تل مسلمانو کورنیو  ته سپارښتنه کوم ،ماشومانو ته دقرآن ورزده کول له هماغه ماشومتوبه  پیل کړئ څو قرآڼ  دهغو په روح او خټې کې واغښل شي. ځکه  قرآن د ژوند اساس دی او ددغه آسماني کتاب دستورات د مونږ دشخصي او اجتماعي ژوند  اساس هم جوړوي او هرڅوک چې  ددینا اوآخرت په ځیر پسې وي، نو  له همدغه آسماني کتاب سره په تمسک او منګولو ښخولو سره  نیکمرغه  کیدلی شي.

https://iqna.ir/fa/news/4200689 

captcha